د ایکنا خبري اژانس د راپور له مخې،د عراقي محقق شيخ فاروق الجبوري د مرکز عقيدتي الرصد په حواله په يوه يادښت کې د اسلامي امت د عقايدو په پیاوړي کولو کې د امام رضا (ع) د رول په اړه ليکلي دي:دا مشهوره ده چې امام رضا (ع) د دويمې هجري پېړۍ په وروستيو او د درېيمې هجري پېړۍ په پيل کې ژوند کاوه،په داسې وخت کې چې علمي غورځنګ په بېساري ډول فعال و او د کتابونو د برابرولو او ليکلو بهير په پراخه کچه خپور و. په هغه وخت کې، د لويديځ د فلسفي کتابونو ژباړه رواج شوې وه او ډېرو مسلمانو عالمانو دا په بشپړ ډول منلي وو. له دې امله چې امام رضا (ع) په عقيدوي برخه کې مؤثر او برجسته شتون درلود، مونږ به هغو مهمې موضوعګانې وڅېړو چې هغه بزرګوار (ع) په ځانګړي ډول د دين په اصولونو کې ورته پاملرنه کړې وه. دا موضوعات په لاندې ډول دي:
لومړی: د توحيد اصل
امام (ع) د توحيد، د الهي نومونو او د هغوی د معناوو، او د خدای پاک د ذات د صفتونو په اړه خبرې کولې، لکه مثبت صفتونه (علم او قدرت) او منفي صفتونه (لکه د رؤيت ناممکنوالی، د مکان نفي او نور). [مسند الامام الرضا (ع)، عطاردي، جلد ۱، مخ ۹]
دويم: الهي عدل
د هغه چا لپاره چې عقيدوي او کلامي کتابونه ئې لوستي وي، دا روښانه ده چې د الهي عدل تر ټولو مهم موضوعات د قضا او قدر او د جبر او اختيار مسايل دي. دا دوه موضوعات د مسلمانانو او علماوو پاملرنه ځان ته اړولې او د بېلابېلو اسلامي فرقو د رامنځته کېدو لامل شوي، لکه خوارج، مجبره، مفوضه، او د اهل بيتو (ع) مذهب چې د امر بين الامرين په نوم يادېږي.
درېيم: د نبوت اصل
امام رضا (ع) په دې برخه کې هغه پيچلې موضوعات روښانه کړل چې د خلکو لپاره مبهم وو، ځينې ئې د نبوت عامو او ځينې ئې د نبوت خاصو پورې اړوند وو. هغه (ع) د آدم، ابراهيم، اسماعيل، يوسف، موسي، يوشع، دانيال، خضر، سليمان او عيسيٰ (ع) د انبياوو او همدارنګه نبی آخر الزمان حضرت محمد (ص) په اړه مطالب بيان کړل. د نبوت عامې په اړه، د هغه (ع) وينا د انبياوو د معجزو د توپير د علت په اړه ده، چې شيخ کليني او شيخ صدوق د ابويَعقوب بغدادي له قوله روايت کړي دي. هغه وايي: «ابن سکيت امام رضا (ع) ته وويل: ولې خدای پاک موسي بن عمران د عصا، سپين لاس او د جادو له وسيلې سره ولېږه، عيسيٰ (ع) يې د طب سره ولېږه او محمد (ص) يې د کلام او موعظې سره؟» امام (ع) ورته وفرمايل: کله چې خدای پاک موسي (ع) ولېږه، جادو او سحر د هغه وخت د خلکو ترمنځ تر ټولو عام و، نو هغه د خدای له لوري داسې څه راوړل چې هېڅ قوم يې نشوای زغملی او د دوی سحر يې باطل کړ. خدای پاک عيسيٰ (ع) په داسې وخت کې ولېږه چې ناروغۍ زياتې شوې وې او خلکو طب ته اړتيا درلوده. نو هغه د خدای له لوري داسې څه راوړل چې دوی نه درلودل، مړي يې ژوندي کړل، د خدای په اذن يې ړانده او جذاميان روغ کړل او پر دوی يې حجت قايم کړ. او خدای پاک محمد (ص) په داسې وخت کې ولېږه چې د هغه وخت خلک په خطبو، ويناوو او شعر بوخت وو. نو هغه د خدای د کتاب، مواعظو او احکامو سره راغی او د دوی دعوې ئې باطلې کړې او پر دوی ئې حجت قايم کړ. ابن سکيت وويل: په خدای قسم، ما تر نن ورځې پورې هېڅکله ستا په څېر څوک نه دی ليدلی، نو د نن ورځې د خلق لپاره حجت څه دی؟ هغه (ع) وفرمايل: عقل، چې په وسيله ئې هغه څوک پېژني چې د خدای په اړه رښتيا وايي او تصديق يې کوي، او هغه څوک پېژني چې د خدای په اړه دروغ وايي او تکذيب يې کوي. ابن سکيت وويل: په خدای قسم، دا دی جواب. [الکافي، جلد ۱، مخ ۲۴، عيون الاخبار، جلد ۲، مخ ۸۵]
څلورم: د امامت اصل
امام رضا (ع) په دې موضوع کې غوره رول او شتون درلود. هغه بزرګوار (ع) د امامت ډېرې موضوعګانې په تفصيل او وضاحت سره بيان کړې او ډېر رازونه ئې ایشوا کړل، لکه دا چې ځمکه پرته له امام څخه نه پاتېږي، که نه نو خپل اوسېدونکي به په خپله غېږه کې ونغړي، د رسول، نبي او امام ترمینځ توپير، دا چې امامان (ع) د خدای په ځمکه کې امناء دي، او د امامانو (ع) لپاره د تقيې عمل کول واجب دي، او دا چې هغوی د مأمون عباسي د ولایتعهدۍ اجباري منلو سره، د مرګ له ګواښ وروسته، د تقيې پر اساس عمل وکړ. همدارنګه، هغه (ع) د مهدويت په اړه مطالب بيان کړل، لکه د فرج انتظار، د ظهور د ځينو نښو ښکاره کول، د آخرالزمان د ځينو فتنو په اړه خبرداری، د ظهور د پېښو په اړه خبر ورکول، د سفياني حرکت او نور ډېر موارد. [مسند الامام الرضا (ع)، عطاردي، جلد ۱، مخونه ۲۱۶-۲۲۸] خو د امام رضا (ع) په امامت کې تر ټولو برجسته آثار درې موضوعګانې دي:
لومړی: د امامت د مقام او د امام د ځانګړتياوو په اړه د هغه (ع) تفصيلي او روښانه بيان، چې هېڅ شک او ابهام نه پرېږدي.
دويم: د اهل سنت علماوو پر وړاندې له الهي امامت او توحيد سره د هغه د تړاو په اړه د سلسلة الذهب مشهور حديث له لارې حجت قايم کول.
درېيم: د شيعيانو ساتنه د واقفيه فتنې په وړاندې. ځکه يوه له تر ټولو خطرناکو فتنو څخه چې شيعيان ورسره مخ شول او نږدې وه چې دوی د تباهۍ کندې ته ورټېل وهل شي، د امام رضا (ع) په زمانه کې رامنځته شوه. دا فتنه د واقفيه له ظهور سره رامنځته شوه، هغه کسان، چې د امام کاظم (ع) ملګري او د اموالو او هديو امينان وو چې د شيعيانو او پيروانو له لوري هغه ته رسېدل. هغه (ع) دا اموال اکثره د مؤمنو مستضعفو او فقيرانو ترمنځ ويشل. کله چې عباسی هارون هغه بزرګوار (ع) زنداني کړ او د هغه زندان اوږد شو، دا اموال د امانت په توګه د دې فرصت غوښتونکو سره راټول شول او زيات شول.دا يوازې د امام رضا (ع) د مقدس وجود د سمندر يوه قطره ده چې په عقيدوي او کلامي برخې کې ئې درلوده، خو د عباسيانو د دښمنانه چلند او د هغه (ع) د عمر په وروستيو کلونو کې د کورني حصر له امله پای ته ورسېده.
https://iqna.ir/fa/news/4301383